۰

تاله و برفک ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

شنبی ۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۴
کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې او له طالبانو یې پاکه کړې ده.
تاله و برفک ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله
کورنیو چارو وزارت وايي، د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې او له طالبانو یې پاکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات نن شنبې د چنګاښ ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې تاله و برفک بېرته له طالبانو آزاده کړه.

سرچینه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات تر لاسه شوي، خو دا چې مرګ ژوبله ورته اوښتې کورنیو چارو وزارت څه نه دي ویلي.

دغه وزارت زیاتوي، چې پرون هم د بغلان دوه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې د ځینو ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی دی.

د یادونې ده، امنیتي بنسټونه وایي، په تېرو درې ورځو کې کابو ۱۰ ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي