۰

اتمر: له افغان طالبانو سره سوله کوو خو له بهرنیو ترهګرو سره نه

یکشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، دولت له افغان طالبانو سره سولې ته چمتوي دي او سوله کولی شي، خو له بهرنیو وسله والو سره نه.
اتمر: له افغان طالبانو سره سوله کوو خو له بهرنیو ترهګرو سره نه
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، دولت له افغان طالبانو سره سولې ته چمتوي دي او سوله کولی شي، خو له بهرنیو وسله والو سره نه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې له امریکا غږ سره تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان کې دا مهال د سولې لپاره مطلقه اجماع وجود لري.

دی وايي، طالبان افغانان دي او د افغانستان دولت کولی شي له هغوی سره سوله وکړي، خو په وینا یې له هغو بهرنیو ترهګرو چې اوس د طالبانو په مرسته افغانستان کې جنګېږي سوله نه شي کېدی.

ښاغلي اتمر و ویل«موږ له افغان طالبانو سره سولې کولی شو، خو له بهرنیو ترهګرو سره نه، هغوی افغانان نه دي او موږ له هغوی سره د سولې لپاره هطڅ ډول زمینه، قانوني او اساسي چوکاټ نه لرو، هغوی باید له افغانستانه وشړل شي.»

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سولې په اړه قوي سیاسي اجماع شته او نور د بهرنیو هېوادونو دا پلمې بې ځایه دي، چې افغانستان ته سوله نه راځي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې«زه غواړم خارجي هېوادونو ته دا خبره وکړم چې اوس نو دا بهانه مه نیسئ چې افغانستان کې سوله نه راځي ځکه چې افغانان (اجماع نه لري) نه هرکله، چې د جګړې مخه ونیول شي په هماغه ورځ افغانستان کې سوله راځي.»

ښاغلي اتمر په دغه مرکه کې له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو، د سولې او نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې او سولې په اړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو په رول او ډېرو نورو مسائیلو خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي