د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ومنله، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپیان یې پاکستان کې درملنه کېږي او ان مړي یې هم د ښخولو لپاره دغه هېواد ته وروړل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په کچه یو لوړ پوړی پاکستانی چارواکي د افغان طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کوي.
رشید دغه څرګندونې له جیونیوز سره په تازه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان د اوسنی حکومت کړنلاره دا ده، چې د دې هېواد خاوره به د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.
خو افغان چارواکي پاکستان په دومخۍ تورنه وي، وايي، دغه هېواد له یوې خوا د سولې چیغې وهي او له بلې خوا عملآ د طالبانو ملاتړ کوي او دغه ډلې ته یې په خپله خاوره کې د تجهیز، تسلح او اوسېدو زمینه برابره کړې او ان په افغانستان کې یې جګړه رهبري کوي.
شیخ رشید د پاکستان د پوځ له خوا له القاعده او طالبانو سره د مقابلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، اصلي مسله دا ده چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې میشتې دي.
نوموړي زیاته کړې«مسلې دا دي چې د طالبانو او نورو کورنۍ دلته په پاکستان کې اوسېږي، دوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې دي، پر دې سربیره د دوی ډېر مړي هم راوړل کیږي او د ځینو دلته په پاکستان کې په ځینو روغتونونو کې درملنه کیږي.»
د یادونې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ هم په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي و، چې له افغان طالبانو یې تمه دا ده، چې پاکستاني طالبان د پاکستان ضد فعالیتونو ته پرېنږدي.
د هغه په وینا لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې امریکا ته پوځي اډې نه ورکوی، نو ځکه دوی هم له افغان طالبانو غواړي، چې پاکساتاني طالبانو او نورو ډلو ته د پاکستان د خلکو پر ضد د فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
خو د رشید دا خبره چې ګنې پاکستاني طالبان افغانستان کې دي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کلکه رد کړې وايي، افغان ځواکونه له توپیرپرته له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي.
جمهور خبري آژانس:کابل