افغان حکومت: امریکا له افغانستان سره د مرستو ډاډ راکړی دی

7 سرطان 1400 ساعت 9:22

 افغان حکومت وایي، امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو پوځي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو مرستو ته دوام ورکوي.


افغان حکومت وایي، امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو پوځي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو مرستو ته دوام ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د حکومت د رسنیو مرکز رییس دوا خان مینه پال له امریکا څخه کابل ته د ولسمشر غني تر سفر وروسته پرون یکشنبې د چنګاښ ۶ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک و.

د هغه په وینا ولسمشر بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان یو ملګری په سپینه ماڼۍ کې دی، هغه به افغانستان یوازې نه پرېږدي او له دغه هېواد سره به په بیلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر وايي، امریکا له افغانستان سره د ۳.۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده او ډېر ژر به یې افغانستان ته وسپاري.

دی وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن ترهګري ګډ دښمن بللی او له یادې پدیدې سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم امریکا ته وروستي سفر له لاس ته راوړنو ډک او ګټور بللی وو.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکايي چارواکو له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او په وینا یې له طالبانو د پاکستان ملاتړ به دغه هېواد ته په ډېره لوړه بیه تمام شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140157

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140157/

جمهور
  https://www.jomhornews.com