۰
ولسمشرغني امنیتي بنسټونو ته!

د دښمن د بریدونو دفع کولو لپاره اړین اقدامات وکړۍ

دوشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۵
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او روانو بریدونو د دفع کولو لپاره دې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.
د دښمن د بریدونو دفع کولو لپاره اړین اقدامات وکړۍ
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي ادارو ته امر کړی چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او روانو بریدونو د دفع کولو لپاره دې خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپانه وايي، ولسمشر غني پرون مازدیګر د اعلی سر قومندانۍ په جلسه کې له امنیتي مسؤلینو سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، د امنیتي ادارو مسؤلینو په دې غونډه کې خپل راپورونه، د وروستیو امنیتي پرمختګونو په هکله معلومات او راتلونکي پلانونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر ویلي، د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره دې امنیتي ادارې په خپلو کې همغږي ډېره کړي او لا ډېر مدیریتي او عملیاتي اقدامات دې ترسره کړي.

ولسمشر همدا راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا ستایلې ده خو ټینګار یې کړی چې د دوی اړتیاوې باید پر وخت پوره کړل شي.

ولسمشر غني داسې مهال د طالبانو د بریدونو د دفع کولو او افغان ځواکونو ته د اړتیا وړ توکو او تجهیزاتو د رسولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي