۰

ننګرهار کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې

دوشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ننګرهار کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ودان خیریه موسسې د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۷ مه د مرکز جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست ښاري مدیریت سره شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د ودان خیره موسسې د دوه ښځینه کارکوونکو په ګډون ۴ تنه په کې ټپیان شو دی.

نوموړی وایي، د ودان موسسې پر کارکوونکو دا چاودنه هغه مهال شوې کله چې دوی دندې ته پر لاره وو.

ځايي روغتیايي چارواکو هم تایید کړې، چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او څلور ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي