۰
د رشید څرګندونو ته د محب غبرګون:

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستایم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي

دوشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۲۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ښه یې د دغه څرګندونو له امله ستایلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستایم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ښه یې د دغه څرګندونو له امله ستایلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تازه په یوه مرکه کې منلې، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په حدودو ، روات، لوی بیر، باره کهو، تر نول او ځینو نورو ځایونو کې اوسیږي.

شیخ رشید ان دا هم تایید کړې، چې د طالبانو ټپیان په پاکستان کې درملنه کېږي او مړي یې هم په دغه هېواد کې خښېږي.

دا لومړی ځل دی چې یو پاکستانی چارواکي مني، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، درمل یې هلته کېږي او خښږي هم هملته خو تر دې وړاندې په وار وار پاکستان دا رد کړې وه، چې ګڼې طالبان په پاکستان کې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د شیخ رشید د دې څرګندونو ستانیه کړې وايي، دوی دا ډول نورو زړه ورو پاکستانیانو ته اړتیا لري.

ښاغلي محب نن دوشنبې د چنګاښ اتمه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي، موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي.»

د یادونې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې څرګندونو دوه ورځې وړاندې ملتان کې یوې خبري ناستې ته دا هم ویلي و، چې دوی خپله خاوره کې امریکا ته اډې نه ورکوي، خو له افغان طالبانو غواړي، چې پاکستاني طالبان او نورې ترهګرې ډلې د پاکستان ضد فعالتیونو ته پرېنږدي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات دا خبرې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان هسته په افغانستان کې ده.

افغان بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان ځواکونه له توپیر پرته له ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي او په خپله خاوره کې هېچا ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي