کابل کې په موټر سایکل کلي ګرځولو کلي بندیز ولګول شو

7 سرطان 1400 ساعت 15:30

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې وروسته له دې پلازمېنه کابل کې د موټر سایکل په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې وروسته له دې پلازمېنه کابل کې د موټر سایکل په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا بندیز په کابل ښار او ټولو ولسوالیو کې لګول شوی او سرغړونو ته یې د قانوني سزا ورکولو خبرداری ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت ویلي، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې له هغو ستونزو چې پېښې شوې دي د امنیتي ځواکونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

دا بندیز په ټولو اسناد لرونکو او بې اسنادو موټرسایکلونو لګول شوی او د کابل پولیسو خبرداری ورکړ، چې سرغړونکي کسان به ودرول شي او له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.

د کابل پولیس نه وايي چې دغه پرېکړه یې د څه لپاره نیولې ده خو له دې مخکې هم ورته پرېکړې د امینتي پېښو د‌ ډېرېدو له امله عملي شوي‌ دي.

د یادونې ده، چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان پلازمېنه کابل ښار کې غلچکي بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې ډېرې شوې، چې د چارواکو په وینا دغه کړنې د موټر سایکل په واسطه تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com