افغان مذاکراتي پلاوی خپل منځي غونډه کړې ده

8 سرطان 1400 ساعت 8:42

له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی خپل منځي ناسته کړې او افغانستان کې په روان حالت یې اندېښنه ښودلې ده.


له طالبانو سره د سولې خبرو پر مخ وړلو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی خپل منځي ناسته کړې او افغانستان کې په روان حالت یې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې په دغه خپل منځي غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.

افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

طالب لوری افغان حکومت د دې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي،  طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.

پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په یوه ناسته کې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې وخت ضایع کوي او د سولې خبرو ته غاړه نه اېږدي.

عبدالله ویلي و، طالبان سولې ته اراده نه لري غواړي د زور له لارې ځان واک ته رسوي، په داسې حال کې، چې د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com