د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بنسټ ګر غړی او مبارز علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشی شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې علي وزیر چې د پاکستان د پارلمان غړی او د پي ټي اېم مخکښ غړی دی، ښايي د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي.
علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پارلمان غړی محسن داوړ او ګڼ نور کسان د علي وزیر د هرکلي لپاره بېګا ناوخته د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلي و.
د یادونې ده، چې علي وزیر د تېر کال له ډسمبر راهیسې د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې بندي وو.
جمهور خبري آژانس:کابل