۰
دیبورا لاینز:

ملګري ملتونه به د افغان سولې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي

سی شنبه ۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۳
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دی.
ملګري ملتونه به د افغان سولې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او مېرمن لاینز لیدنه پرون دوشنبې د چنګاښ ۷ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او سولې پروسې خبرې کړې دي.

عبدالله د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ته امریکا ته د افغان پلاوی د سفر په اړه معلومات ورکړي او روان وضعیت په اړه یې ورسره بحث کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو نیوکه کړې، چې سولې ته اراده نه لري او ټینګار یې کړی، چې د دغه ډلې له خوا په زور واک ته رسېدل یوه لویه تاریخي تېروتنه ده.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ویلي، یې دي، چې د جګړې شدت پر بشري وضعیت نه جبرانېدونکې بد اغېز کوي.

مېرمن لاینز ډاډ ورکړی، چې ملګري ملتونه به د افغان سولې پروسه کې خپلې هڅې جارې وساتي او هڅه کوي، چې د سولې پروسه بریالۍ شي.

د یادونې ده، چې عبدالله پرون افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره هم د افغانستان پر روان وضعیت او سولې پروسې خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي