۰

لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي

سی شنبه ۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، لغمان ولایت کې د لیمو او خوږو نارنجو۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوي دي.
لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، لغمان ولایت کې د لیمو او خوږو نارنجو۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۸ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بڼونه د وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) په همکارۍ د لغمان ولايت مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ کې کېنول شوي دی.
 
دبڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې چارواکي وايي، یاد بڼوڼه۶۵ بزګرانو ته کېنول شوې او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځینه او ۲۲۵ تنه نارینه ګټه ترې پورته کوي.

سرچینه زیاتوي، یاد بڼونه په مسلکي توګه د پروژې د کارکوونکو له خوا کېنول شوې او له دودیزو هغو سره خورا ډېر توپیرونه لري.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دودیز ډول کېنول شوې بڼونه پنځه کاله وروسته حاصل ورکوي خو هغه بڼونه چې، په مسلکي توګه کېنول کېږي دوه کاله وروسته حاصلات ورکوي او همدارنګه د دودیزو هغو په پرتله ۲۰ چنده زیات حاصلات ورکوي.
 
په خبرپانه کې راغلي، د متراکمو بڼوڼو کېنول له یوې خوا د هوا د حرارت دکمښت په برخه کې موثر دي او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي.

د یادونې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) یوه پراختیايي پروژه ده، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د متراکمو بڼونو، سړو خونو جوړولو، په قطره ای ډول د اوبو لګولو، تیشو کلچر لابراټوارنو او همدارنګه کرنیزو سوداګرو سره د بلاناغه مرستو په برخو کې کار کوي.
 
ياده پروژه، چې د آسیايي پراختیايي بانک (ADB) له خوا تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پلي کېږي.
 
په ټوله کې دا پروژه د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د زېربناوو او آسانتیاوو د ښه والي او همدارنګه د بڼوالي د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي