د پروان شینواري ولسوالۍ افغان ځواکونو نیولې

9 سرطان 1400 ساعت 9:28

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ وتوانېدل، چې د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ وتوانېدل، چې د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون پر دغه ولسوالۍ عملیات پیل کړي و او نن سهار وختی یې ونیوه.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې ۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، په سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات او پر مختګ دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې، چې د بلخ ولایت کلداره ولسوالي یې د دویم ځل لپاره له افغان ځواکونو نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com