۰

لغمان کې یو دیني عالم وژل شوی دی

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۱۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.
لغمان کې یو دیني عالم وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه سهار مهال د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند انار باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، دیني عالم مولوي نصرالمن الله چې د حج او اقوافو ریاست د احتساب مدیر هم و دندې ته پر لاسه د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

دی وايي، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي، څو د پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي