کابل کې د امریکا شارژدافیر روانو ناامنیو ته په اشارې په وسله والو طالبانو غږ کړي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو مېز ته حاضر شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن نن چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د طالبانو د بریدونو او ملکیانو د هدف ګرځو په اړه یې د لومړي لاس معلومات تر لاسه کړي دي.
نوموړي ویلي« لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.»
ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس څرګندونو ته په اشارې چې د جون په ۲۲ یې کړي ویلي، نړۍ به په افغانستان کې په زوره د یو تحمیلي حکومت راتلل ونه مني.
کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د سولې میز ته د طالبانو د بېرته ګرځېدو غږ کړی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هره ورځ د ملکیانو په ګډون د جګړې ښکېلو خواو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.
د امریکا شارژدافیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم پرون کابل کې په یوه خبري غونډه کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که غواړي هوايي بریدونه پرې ونه شي، نو تاوتریخوالی د ودروي او د سولې خبرو ته دې راشي.
جنرال مېلر ویلي و، د غوڅ ملاتړ ماموریت دا وړتیا او صلاحیت لري، چې د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار کړی و، چې جګړه د یوه لوري په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره قطعآ په ګټه نه ده او ښه لار سیاسي حل او خبرې اترې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل