۰

تاجکستان د افغان سولې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی.
تاجکستان د افغان سولې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحمان دغه څرګندونې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني سره لیدنه کې کړې دي.

د ولسي جرګې خبرپاڼه وايي، رحماني پرون چهارشنبه د ټولییز امنیت بین الپارلماني ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې نوموړي د دې ناستې په څنډه کې یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د پارلمان له رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې یې په روان وضعیت خبرې وکړې.

خبرپانه کې ویل شوي، د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

په دې لیدنه کې همدارنګه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو او ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په هکله هم خبرې اترې وشوې.

تاجکستان ډاډ ورکړی چې په بېلا بېلو برخو کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

جمهور خبري آژانس: کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي