د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یو لړ مسایلو پر سر د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا شورا نن پنشنبې په یوه خبرپانه کې ویلي، ښاغلي محب نن سهار مسکو ته وران و.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلی محب به د دغه سفر په ترڅ کې د روسیې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وګوري او پر ګډو امنیتی همکاریو او نورو ډېرو موضوعاتو به ورسره بحث وکړي.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل