۰
د امریکا دفاع وزارت:

ښکاري، طالبان سولې ته ژمن نه دي، غواړي په زور واک تر لاسه کړي

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې وايي، تمه ده، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني.
ښکاري، طالبان سولې ته ژمن نه دي، غواړي په زور واک تر لاسه کړي
د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې وايي، تمه ده، چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، روان وضعیت دا شک رابرسېره کوي، چې ګواکي طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي، د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ټول اړخونه دا تمه لري، چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې خبرو ته کېني.

کربي افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه ویلي، دوی پر هغه جزیاتو کار کوي چې څنګه کولی شي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ځینو برخو د ساتلو لپاره خپل سرتېري ولري.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، وايي، په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو امریکایي چارواکي ورباندې بحثونه کوي او د حل پیدا کولو په لټه کې دي.

د یادونې ده، چې کابل کې د امریکا سفارت او شارژدافیر هم پرون یوه اعلامیه کې د افغانستان په روان وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، د تاوتریخوالي د ډېرېدو مسوول طالبان دي.

په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو ته په اشارې طالبانو ته ویل شوي، چې نړۍ به یې د زور حکومت ونه مني او ښه به دا وي، چې طالبان د مذاکراتو میز ته حاضر شي نه دا چې په زور د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي