دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۴ سوه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

10 سرطان 1400 ساعت 12:10

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او جګړه کې د ۴۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او جګړه کې د ۴۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د چنګاښ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه شمېر مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، ‌وردګ، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او پر ضد یې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه او عملیاتو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په دغو نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز د افغانستان ملي اردو ځواکونو ۱۶ ماینونه چې د خلکو د تګ راتګ په لارو باندې ښخ شوي و شنډ کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140298

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140298/

جمهور
  https://www.jomhornews.com