۰

امریکا په قطر کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دفتر پرانیزي

شنبی ۱۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۳
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره به قطر هېواد کې دفتر پرانیزي.
امریکا په قطر کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره دفتر پرانیزي
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره به قطر هېواد کې دفتر پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي له بګرام هوايي اډې د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ویلي، له افغان پوځ به د امریکا ملاتړ او مشورې دوام ولري او د دغه کار لپاره به په قطر کې دفتر ورته پرانستل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال افغانستان کې واک نوو پوځي چارواکو ته د لېږد په حال کې دی د امریکا د دفاع وزیر په قطر کې په افغانستان کې د عملیاتو او پوځي ملاتړ په موخه په دې هڅه کې دی دفتر پرانیزي.

جان کربي ویلي، امریکا به د دې دفتر له لارې په افغانستان کې خپل عملیات تنظیموي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی، چې طالبان باید جګړې پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي.

دی وايي، امریکا په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي.

د امریکا دفاع وزارت دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې امریکا له لرې کولی شي د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، دوی له لرې پر خپلو وړتیاو کار کړی او کولی شي هغه لا پیاوړې کړي، خو په وینا یې افغان هوايي ځواک کولی شي، امنیتي چارې په خپله سمبال کړي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزرات سرپرست جنرال بسم الله محمدي هم د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي