جنرال ګل نبي احمدزی د پکتیا د نوي والي شو

12 سرطان 1400 ساعت 10:10

د پکتیا ولایت والي محمد حلیم فدايي له دندې لرې او پر ځای یې جنرال ګل نبي احمدزی د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.


د پکتیا ولایت والي محمد حلیم فدايي له دندې لرې او پر ځای یې جنرال ګل نبي احمدزی د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي د جنرال احمدزي ګومارل د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشرۍ د منظوری پر اساس شوي دي.

باید و ویل شي، چې جنرال ګل نبي احمدزي تر دې وړاندې د سرحدي ځواکونو د عمومي او د کابل د ګارنیزیون د قوماندان په ګډون په مختلو پوستونو کې دندې ترسره کړې دي.

دا هم باید و ویل شي، چې محمد حلیم فدایي له کابو یوه کال راهیسې د پکتیا والي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com