د علماوو سرتاسري شورا:

په هېواد کې روانه جګړه ناروا، د اسلام او مسلمانانو په زیان ده

12 سرطان 1400 ساعت 15:36

د افغانستان د علماو سرتاسري شورا یو ځل بیا په هېواد کې روانه جګړه ناروا، مسلمان وژنه، د اسلام، افغانستان او مسلمانانو په زیان وبلله.


د افغانستان د علماو سرتاسري شورا یو ځل بیا په هېواد کې روانه جګړه ناروا، مسلمان وژنه، د اسلام، افغانستان او مسلمانانو په زیان وبلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شورا نن په یوه غونډه کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د روانې جګړې د درولو غوښتنه وکړه.

دوی په دغه پرېکړه لیک کې روانه جګړه ټوله مانا نارونه، د اسلام او مسلمانانو پر ضد وبلله او د جګړې پر ښکېلو لوریو یې غږ وکړ، چې جګړه ودروي او د سولې خبرې ته کېني.

دیني عالمانو په دې پرېکړه لیک کې ویلي، چې په هېواد کې روانه جګړه ورور وژنه، مسلمان وژنه او د عامه او خصوصي تاسیساتو له منځه وړل دي.

د دغه شورا سرپرست مولوي سردار ځدراڼ، نن شنبې د چنګاښ ۱۲ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د علماوو سرتاسري شورا پرېکړه لیک ولوست.

نوموړي زیاته کړه، چې په هېواد کې روانه جګړه د اسلام او مسلمانانو په زیان دی او د ځوانانو د وژلو، عامه تاسیساتو او کروندو د تخریب لامل کېږي او د خلکو ترمنځ نفرت او دښمني زیاتوي.
 
د ښاغلي ځدراڼ په وینا له دې وړاندې هم په افغانستان کې د روانې جګړې د نارواوالي په اړه په نړیواله کچه د اندونیزیا، بنګله دېش، مصر، سعودي عربستان د علماوو او دغه راز په دې وروستیو کې په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو لخوا فتواوې صادرې شوې او دا جګړه یې ناروا بللې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com