د افغانستان په اړه د امریکا نوې طرحه، کابل کې په خپل سفارت کې قومانداني جوړوي

12 سرطان 1400 ساعت 15:59

د امریکا دفاع وزرات خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ به کابل کې د امریکا په سفارت کې نوې قومانداني جوړه کړي.


د امریکا دفاع وزرات خبر ورکړی، چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې طرحې پر بنسټ به کابل کې د امریکا په سفارت کې نوې قومانداني جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه د چنګاښ ۱۱ مه ویلي، چې دا طرحه د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید آستن له خوا تایید شوې ده.

د دې طرحې موخه، کابل کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د امنیت ساتنه او تر خوا یې له افغان پوځ سره د اړیکو ساتل دي.

د پنټاګون ویاند وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر جنرال سکاټ مېلر خپل ټول پرسونل جنرال فرانک مککېنزي ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو خوندي او منظم وتل دوی ته دا زمینه برابره کړې، چې امریکا خپل اوسنی دیپلوماتک حضور په دغه هېواد کې وساتي او د افغان حکومت او خلکو ملاتړ وکړي، تر څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نه شي او امریکا ونه ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي دا خبر هم ورکړی و، چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او سلا مشورو لپاره په قطر کې هم یو دفتر پرانیزي.

امریکا دا نوې طرحه پر داسې مهال اعلانوي، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او له بلې خوا د جګړې زور اخیستو سره وسله وال طالبان توانېدلي، چې ګڼې ولسوالۍ ولکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140352

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com