۰

کورنیو چارو وزارت: د ځینو ولسولیو مرکزونه مو موقتي بل ځای ته لېږدولي

یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۲۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو شمېر ولسواليو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونه په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي او طالبانو یوه ولسوالي هم نه ده نیولې.
کورنیو چارو وزارت: د ځینو ولسولیو مرکزونه مو موقتي بل ځای ته لېږدولي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو شمېر ولسواليو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونه په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي او طالبانو یوه ولسوالي هم نه ده نیولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا موقتي لېږد د ولسوالیو د سقوط مانا نه لري.

دی وايي، طالبان د هېڅ یوې ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه لري او دغه راز نه شي کولی له هغه وسایطو چې ادعا یې کوي دوی سره دي ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ډله کې هېڅ لوژستیکي وړتیا نه شته، افراد یې تیت او پرک دي او په هغه سیمو کې چې د حضور دعوا په کې لري خلکو ته هېڅ ډول برنامه نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسي د ځینو ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده.

طالبانو د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د بدخشان د کوفاب، ارګو او کوهستان ولسوالیو د نیولو خبره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي