۰

قریشي: اروپايي ټولنه دروغ وايي او افغان رسنی یې خپروي

یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کړې، چې افغان رسنۍ د اروپايي ټولنې په درغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي.
قریشي: اروپايي ټولنه دروغ وايي او افغان رسنی یې خپروي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کړې، چې افغان رسنۍ د اروپايي ټولنې په درغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې د پاکستان له دولتي رادیو سره پر مرکه کې کړې او تور یې پورې کړی، چې په سیمه کې هم ځینې رسنۍ شته، چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی معرفي کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي.
 
قریشي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي، بلکې هدف یې افغانستان کې امن او ثبات دی.‏

دی وايي، افغان ولس د پاکستان په ارزښت پوهېږي او د دغه هېواد په اړه د پاکستان له دریځه ملاتړ کوي.

قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغانستان کې د پاکستان ضد فکر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او وايي، د افغانستان ټولنې ناخوالې د پاکستان له لاسه دي.

څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو هم په مقالو کې ویلي و، چې پاکستان د افغانستان په اړه دوګوني پالیسي لري او هغه څه چې وايي نه یې عملي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي