سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او څلور تنه په کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه له ماسپښین وروسته د ګردېز ښار اړوند رباط سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې دوه مېرمنې، یو ماشوم او یو نارینه وژل شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکي وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی وو.
جمهورخبري آژانس:پکتیا