طالبان: که بهرني ځواکونه پاتې شول بریدونه پرې کوو

14 سرطان 1400 ساعت 9:09

وروسته له هغې، چې افغانستان کې د یو شمېر امریکايي او برېتانوي پوځیانو د پاتې کېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه ونوځي دوی به پرې بریدونه وکړي.


وروسته له هغې، چې افغانستان کې د یو شمېر امریکايي او برېتانوي پوځیانو د پاتې کېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو خبرداری ورکړی، چې که ټول بهرني ځواکونه ونوځي دوی به پرې بریدونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو یو ځل بیا له افغانستان د ټولو بهرنوی ځواکونو په وتلو ټینګار کړی وايي، دوی د هېڅ بهرني نظامي حضور نه مني.

ځینې راپورونه وايي، امریکا او برېتانیا د خپلو دیپلوماتیکو ادارو د امنیت ساتنې لپاره د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو تکل کې دي.

د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي سهیل شاهین وايي، دوی د دیپلوماتیکو اداراتو له غړو او ملکي بهرنیانو سره هېڅ راز ستونزه نه لري، خو په افغانستان کې د هېڅ بهرني نظامي شتون نه مني.

شاهین د وروستیو جګړو په اړه ویلي، دوی د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي خو د بهرنیانو حضور هم ورته د منلو نه دی.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په صورت کې د جګړو د پراختیا خبرداری هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزرات په تازه څرګندونو کې منلې، چې دوی به کابل کې خپل سفارت کې یوه پوخي اډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com