د نایجریا پخوانی ولسمشر کابل ته راغلی

14 سرطان 1400 ساعت 10:54

د نایجریا پخوانی ولسمشر اولسیګون اوبسانجو په یوه سفر کابل ته راغلی او نن په کابل هوايي ډګر کې ښکته شو.


د نایجریا پخوانی ولسمشر اولسیګون اوبسانجو په یوه سفر کابل ته راغلی او نن په کابل هوايي ډګر کې ښکته شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اوبسانجو ښه راغلاست ته د افغانستان د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ورغلی وو.
 
د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې ښاغلی فضلي د ښاغلي اوبسانجو ښه راغلاست ته د کابل هوايي ډګر ته ورغلی وو.

ویل کېږي د نایجریا پخوانی ولسمشر ښايي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سیاسیونو او افغانستان کې مېشتو سفیرانو سره ځانګړې لیدنې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 



 


د مطلب کود: 140427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com