۰
کرزی:

چین پر پاکستان پراخ نفود لري، کولی شي افغان سوله کې یې همکارۍ ته وهڅوي

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۶
پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
چین پر پاکستان پراخ نفود لري، کولی شي افغان سوله کې یې همکارۍ ته وهڅوي
پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د سولې د راتګ برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ګاونډي هېوادونه په تېره چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي کرزي ویلي، چین پر پاکستان پراخ نفوذ لري او د دې اړتیا ده چې دغه هېواد په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي.

حامد کرزی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ښه سترګه ګوري او په وینا یې اوس افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او کولی شي د خپل هېواد چارې په خپله کنټرول کړي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، که افغانان سره یو لاس شي، په خپلو کې سره کېني، جګړې ختمې کړي نو ښه راتلونکې د افغانستان لپاره د وړاندوینې وړ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي