۰
ولسمشرغني:

له وچکالۍ ځپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي

سی شنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۹
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له بې ځایه شویو او چکالۍ خپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي دېره شي.
له وچکالۍ ځپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له بې ځایه شویو او چکالۍ خپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي دېره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه د اړوندو ادارو له چارواکو سره په هېواد کې پر روانه وچکالۍ، د خلکو پر بېځایه کېدو او بېوزلۍ خبرې کړې دي.

نوموړي د ټولو اداراتو راپورونه اورېدلي او ویلي یې دي چې په هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالو بشري مرستو ته جدي اړتیا ده.

ښاغلي غني پر حکومتي اداراتو غږ کړی چې له شته امکاناتو په استفادې دې اړمنو کسانو ته مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره کړي او هڅه دې وکړي چې د وچکالۍ او بې ځایه کېدو د منفي اغېز مخه ونیول شي.

په وروستیو کې په هېواد کې د روانو جګړو او وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي چې ډېری یې ان لومړني خوراکي توکي هم نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي