۰

اروپايي ټولنې افغانستان سره د لوږې په خاطر ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

سی شنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۱
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ یا لوږې خطر د مخنیوي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی.
اروپايي ټولنې افغانستان سره د لوږې په خاطر ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ یا لوږې خطر د مخنیوي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرستې اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ټولنې د بودجې او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه بروکسل کې د خبري غوندې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، د اروپايي ټولنې کمېسیون په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي بشردوستانه مرستو په توګه ۲۵ میلیونه یورو جلا بېل کړي.

دی وايي، دا مرسته به د وچکالۍ په خاطر ده چې دا هېواد یې ځپلی او د لږ تر لږه ۱۱ میلیونو کسانو لپاره یې د خوړو د کمښت ناورین رامنځته کړی علاوه په دې چې درې میلیونه کسان وار دمخه د خوړو د کمښت له بیړني حالت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نا امنیو تر څنګ وچکالیو هم زرګونه کسان له خپلو اصلو مېنو کډوالۍ ته اړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي