۰

جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي

سی شنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۳
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي.
جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کې له جرمني ځواکونه سره افغان ژباړونکي، سیمه ییز قراردادیان او د هغوی کورنۍ شاملې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزات ویاند راینر برویل پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه رسنیو ته ویلي، دغو افغانانو ته د یوې خورا ګرانې پروسې پر اساس وېزې صادرې شوې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو ویل کېږي، د جون په پای کې دېرش افغانان جرمني ته تللي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې لسګونه نور هم ستانه شي.

جرمني دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې تېره اوونی یې خپل وروستۍ سرتېری هم له افغانستان څخه و ایست او په دغه هېواد کې یې د خپل ماموریت د پای اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي