عمران خان:

قریشي به د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې وکړي

15 سرطان 1400 ساعت 15:41

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، هېواد یې په افغانستان کې سوله غواړي او له نورو ګاونډیو هېوادونه هم تمه لري، چې د افغان سولې لپاره هڅه وکړي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، هېواد یې په افغانستان کې سوله غواړي او له نورو ګاونډیو هېوادونه هم تمه لري، چې د افغان سولې لپاره هڅه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه د ګوادر بندر کې یوې غونډې ته ویلي، پاکستان ځکه افغانستان کې سوله غواړي، چې د دې هېواد بې ثباتي پر سیمه اغېز کوي.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان ټول ګاونډیان باید د افغان کشالې د سیاسي حل لپاره هڅې وکړي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې دی د ایران ولسمشر سره هم پر دې مسله غږېدلی او ټول افغان ګاونډیان باید هڅه وکړي چې افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی وشي او کورنۍ جګړه ونه شي.

عمران خان ویلي، هڅه کوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له طالبانو او ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي او له دې لارې افغانستان کې سیاسي حل لاره پیدا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140485

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140485/

جمهور
  https://www.jomhornews.com