ملګري ملتونه:

د سولې خبرې باید په رښتینې ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي

15 سرطان 1400 ساعت 15:44

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سولې لپاره خبرې باید په ریښتینې مانا پیل او لومړیتوب ورکړل شي.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سولې لپاره خبرې باید په ریښتینې مانا پیل او لومړیتوب ورکړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې قطر کې د طالبانو د سولې له مرکچي پلاوي سره کتنه کې کړې دي.

یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

دغه دفتر ویلي، چې دوحې ته د مېرمن لاینز د سفر او له طالب پلاوي سره د لیدنې موخه د افغانستان د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه ده.

یوناما لیکلي«په دې لیدنه کې افغانستان کې سولې ته په اړتیا او له دې بهیر سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ بحث شوی.»

سرچینه وايي، مېرمن لاینز طالبانو ته ویلي، د سولې خبرې باید په ریښتني ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي، ځکه د سولې خبرې د جګړې د پای یوازینۍ لار او د افغانانو هیله ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې داسې مهال دوحې ته ځي چې هلته د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140487

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140487/

جمهور
  https://www.jomhornews.com