وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غیر منطقي بللی وايي، امریکا ته به د افغانستان پرېښودلو بیه ډېره لوړه تمامه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري میاشتې څخه راهیسي د امریکایي سرتېرو د سر زیان نه لرلو له امله خوښه ده.
خو به وینا یې د سرتېرو د پاتې کېدو تر محسوس لګښت به ورته له ستراتېژیک پلوه نامحسوسه بیه ډېره لوړه وي.
د ورځپاڼې په باور، امریکا د ځواکونو په ایستلو سره ډېره ستره اشتباه کړې ده او د وخت په تېرېدو به د دې کار دروند پور هم پرې کړي.
ورځپاڼه لیکي، امریکا په دې وروستیو کې د تر ټولو لومړی امریکا شعار پر عملي کولو بوخته ده، نو له همدې امله د لګښتونو د کمولو لپاره یې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده خو ډېر ژر به د افغانستان د پرېښودلو له بیې هم خبره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه امریکايي سناتور مېچ مک کانل هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه وه.
ده زیاته کړې، چې امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.
د نوموړي په وینا د سرتېرو د ایستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وي.
دی وايي، د بایډن حکومت دمګړی افغانستان په یوه جګړه کې ښکېل پرېښود او لا هم په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعالې دي او د ګواښونو جوړولو وړتیا لرلی شي.
سناتورمک کانل زیاته کړې، د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و وځي خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د ایستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکي مسوولیتونه هم د دغه ادارې پر غاړه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل