کندهار کې د موټر بم برید مرګ ژوبله ۲۴ تنو ته ورسېده

16 سرطان 1400 ساعت 9:36

کندهار کې د پولیسو پر ۱۴م ماموریت د موټر بم برید مرګ ژوبله د ولسي وګړو په ګډون ۲۴ تنو ته رسېدلې ده.


کندهار کې د پولیسو پر ۱۴م ماموریت د موټر بم برید مرګ ژوبله د ولسي وګړو په ګډون ۲۴ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه له غرمې وروسته د کندهار ښار د اوومې حوزې په سي چپ سیمه کې د پولیسو په ۱۴ م ماموریت د مازدا موټر بم برید وشو.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی، ۱۲ پولیس او ۹ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د کندهار میرویس روغتون ته یو مړی او ۲۴ ټپیان وروړل شوي چې په ټپیانو کې ۱۵ ملکیان او پاته پولیس دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله‌ یې د ډېرو کورونو ښیښې ماتې او ملکي خلک ټپیان شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 140505

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140505/

جمهور
  https://www.jomhornews.com