۰

امریکا او ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې کوي

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
ټاکل شوې د امریکا او ترکیې دفاع وزیران نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې اترې وکړي.
امریکا او ترکیه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې کوي
ټاکل شوې د امریکا او ترکیې دفاع وزیران نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه د کابل د هوايي ډګر د امنیتي پلان په اړه خبرې اترې وکړي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انقرې وړاندیز کړی چې د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته غواړي د کابل د هوایي ډګر چارې مدیریت کړي او امنیت یې وساتي.

اوس دغه هیواد په دې اړه د ناټو متحدینو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ په اړه په خبرو بوخت دی او وروستی تصمیم لا ندی نیول شوی.

د کابل د هوایي ډګر امنیت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بهرنیو دپلوماتیکو ماموریتونو لپاره مهم دی.

د ترکیې دفاع وزیر په دې اړه خبریالانو ته ویلي، د دې ماموریت په جزییاتو باندې لاهم خبرې روانې دي او دغه هوایي ډګر باید فعال پاته شي تر څو د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له نړۍ څخه منزوي نه شي.

نوموړي زیاته کړې«په ملګرو ملتونو او ناټو کې د تصمیمونو په نتیجه کې چې د افغانستان د حکومت سره موافقې ته ورسیږو او همداشان سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه شي، مونږ د مختلفو هیوادونو سره په تماس کې یو. په عین وخت کې د امریکایانو سره هم زمونږ خبرې روانې دي.»

ترکیې همداشان وړاندیز کړی چې په استانبول کې د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي