۰

د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی

چهارشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی دی
قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ د دغه خبر پخلی کړی وايي، دغه پلاوی د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

نوموړي ویلي، چې طالب پلاوی به له ایراني چارواکو سره په اړونده مسایلو او دوه اړخیزه اړیکو خبرې اترې وکړي.

دغه راز نعیم وردګ دا هم ویلي، چې طالب پلاوی به له یو شمېر افغان شخصیتونو سره هم ناسته ولري او په دې ناسته کې به د هېواد په روان وضعیت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري خبرې وکړي.

طالب ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې د دوی پلاوی به له کومو افغان شخصیتونو سره وګوري، خو پرون له افغانستان څخه هم یو پلاوی ایران ته تللی او ښايي له طالب پلاوي سره وګوري.

ایران ته په افغان پلاوي کې، د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی محمد یونس قانوني، د جنبش ګوند استازی محمدالله بتاش، د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم او ارشاد احمدي، د وحت ګوند په استازیتوب ظاهر وحدت او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی سلام رحیمي شامل دي.

په ایران کې د افغانستان پلاوی او طالب پلاوی پر داسې مهال سره ګوري، چې له یوې خوا افغانستان کې جګړو زور اخیستی او له بلې خوا قطر کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي