سپڼه ماڼۍ:

د سرتېرو تر وتلو وروسته به مو هم افغانستان کې حضور ادامه ولري

16 سرطان 1400 ساعت 10:37

امریکا وايي، له افغانستان د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم دغه هېواد کې حضور دوام ولري او د افغان حکومت ملاتړ به وکړي.


امریکا وايي، له افغانستان د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم دغه هېواد کې حضور دوام ولري او د افغان حکومت ملاتړ به وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د سرتېرو وتل په دې مانا نه دي، چې امریکا به افغانستان ته شا اړوي.

نوموړي ویلي، د سرتېرو تر وتلو وروسته به هم افغانستان کې د امریکا حضور او له افغان حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې ملاتړ ادامه ولري.

نوموړې ویلي، امریکا پر ټولو هغو ژمنو ولاړه ده چې له افغان حکومت سره یې کړې دي او دا خبرې بایډن له ولسمشر غني سره په خپله وروستۍ لیدنه کې هم تکرار کړې ده.

د سپينې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه شي او تاوتریخوالی د ستونزې د حل لار نه ده.

امریکا دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د دوی له وتلو سره سم افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ورسره د سولې خبرې هم په ټپه درېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com