د امریکا دفاع وزارت:

افغان ځواکونه پیاوړي دي، خپله دې د خپل هېواد څخه دفاع وکړي

16 سرطان 1400 ساعت 14:31

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې وايي، اوس وخت رارسېدلی، چې دا ځواکونه له خپل هېواده دفاع او ننګه وکړي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا د افغان ځواکونو وړتیا ستایلې وايي، اوس وخت رارسېدلی، چې دا ځواکونه له خپل هېواده دفاع او ننګه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه په یوه خبري غونده کې ویلي، دوی امریکا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او واک د لېږد لپاره زیات وخت مصرف کړی او هڅه یې کړې، او اوس وخت دی، چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
 
د امریکا دفاع وزرات ټینګار وکړ، چې له افغان حکومته به د امریکا د متحده ایالاتو ملاتړ په نوې بڼه دوام ولري.

کربي ویلي«فکر کوم هغه پیغام چې موږ یې د یوه دولت په توګه هغوی ته لرو، دا دی چې موږ له افغان حکومت او خلکو سره اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکوو، دا اړیکه به د تېرو شلو کلونو پرتله توپیر ولري.»

د هغه په وینا له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ به په مالي، لوژستیکي او د هوايي ځواکونو د تجهیز او تمویل په ځانګړي ډول، دې ځواکونو ته د الوتکو د برابرولو په برخه کې وي، خو افغانستان کې به د دوی ځمکنی ماموریت پای مومي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د خپل ځمکني ماموریت په پای او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو په لېږد ټینګار کوي چې له افغانستانه یې د عسکرو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com