عرب نیوز:

ګاونډیان دې افغان سوله کې همکاري وکړي، کنه دوی به هم خراب شي

17 سرطان 1400 ساعت 8:49

عرب نیوز په یوه مقاله کې وايي، که د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه د افغان سولې او ثبات په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي ټول به له ګواښ سره مخ شي.


عرب نیوز په یوه مقاله کې وايي، که د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه د افغان سولې او ثبات په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي ټول به له ګواښ سره مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مطلب کې راځي، چې تر اوسه طالبانو څو ولسوالۍ نیولې، خو سر له اوسه ګاوندیو هېوادونو ته اندېښنې پیدا شوې او په پولو کې یې تدابیر سخت کړي دي.

په مطلب کې ویل شوي، په افغانستان کې د نا امنیو په پراختیا سره د سیمې هېوادونه په تېره د افغانستان ګاونډیان له سختو ستونزو او ګواښونو سره مخ کېدلی شي.

عرب نیوز زیاتوي وايي، ګاونډیو هېوادونو ته د نا امنۍ د پراختیا تر څنګ احتمالي کډوالي هم هغه څه دي چې دوی ته په سرخوږي بدلېدلی شي.

مطلب کې ټینګار شوی، که سیمه غواړي چې له امنیت او ثبات برخمنه شي نو باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او د جګړو په ختمولو کې دې خپلې هڅې پراخې کړي.

عرب نیوز دا مطلب پر داسې مهال نشروي، چې افغانستان کې جګړو زور اخیستی او دغه جګړو ګاونډي هېوادونه په تېره بیا د افغانستان په شمال کې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي.

تاجکستان خو وار له مخه له افغانستان سره پر خپله پوله ۲۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي او دغه راز روسیې هم ویلي، چې دوی به د خپلو ملګرو د ساتنې لپاره په تاجکستان کې له خپلې لویې پوخي اډې کار واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com