مولانا فضل الرحمن او مولانا سراج الحق د چین کمونیست ګوند ته مبارکی و ویله

17 سرطان 1400 ساعت 9:54

د پاکستان د دوه سترو اسلامي ګوندنو، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي مشرانو مولانا فضل الرحمن او مولانا سراج الحق د چین کمونست ګوند ته د ۱۰۰ مې کلیزې مبارکيانې ورکړې.


د پاکستان د دوه سترو اسلامي ګوندنو، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي مشرانو مولانا فضل الرحمن او مولانا سراج الحق د چین کمونست ګوند ته د ۱۰۰ مې کلیزې مبارکيانې ورکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فضل الرحمن او سراج الحق په ویډیويي پیغامونو کې د چین د کمونست ګوند بریاوې او لاس ته راونې وستایلې او هغه ته یې د احترام مراتب وړاندې کړل.

سراج الحق و ویل« د چین د کمونست ګوند محترم عمومي منشي او مشر شي جین پینګ او ډېرو محترمو مشرانو، زه د چین د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې د پوره کېدلو په مناسبت د پاکستان د اسلامي جماعت ګوند له طرفه تاسو ته مبارکي وایم.»

نوموړي زیاته کړه، چې د چین کمونست ګوند د نړۍ په دویم لوی اقتصادي قدرت باندې د دغه هېواد په بدلولو کې مرکزي رول لوبولی دی.

دی وايي، جماعت اسلامي او د چین کمونست ګوند د ۲۰۰۹ په فبرورۍ کې د مفاهمې یو یادښت لاسلیک کړی دی چې د هغه په اساس په دواړو هېوادونو کې د پرمختګ لارې چارې ګوري.

نوموړي د چین له خوا په پاکستان کې د یوه سرک او یوه کمربند جوړولو په پروژه د کار کولو له امله او ستاینه وکړه، او خپل پیغام یې ستاسو ورور سراج الحق په ټکو پای ته ورساوه.

په ورته وخت کې مولانا فضل الرحمان هم په خپل وار سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د چین د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې په مناسبت چینایي کمونستانو ته مبارکي و ویله.

هغه و ویل« د چین د کمونست ګوند عمومی منشي جناب شي جین پینګ او د مرکزي کمېټې غړو او مېرمنو، زه د خپل ځان او خپل ګوند په استازیتوب د کمونست ګوند د ۱۰۰مې کلیزې د جوړېدلو په مناسبت په دغه کانفرانس کې په آنلاین ډول شرکت کوم او په دې افتخار کوم.»

فضل الرحمن زیاته کړه، چې د چین د کمونست ګوند په ۱۰۰ کلن تاریخ کې ډېرو مشرانو د عوامو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کړي او په دې برخه کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.

نوموړي و ویل، چې دغه ګوند د صنعت او تجارت په برخه کې ډېرې هڅې وکړې چې چین یې په یوه زبرځواک باندې بدل کړ.

د فضل الرحمن او سراج الحق دې څرګندونو پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګوونه راپارولي وایي، دوی د چین د حکومت له خوا د ایغور مسلمانو ځورول له پامه غورځولي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com