د بشري حقونو د څار ډله:

طالبانو د خلکو کورونه سوځولي او مشران یې د دې کار مخنیوی نه کوي

17 سرطان 1400 ساعت 11:03

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندوز ولایت کې د یو شمېر کسانو کورونه سوځولي او کورنۍ یې له سیمې کډه کړې دي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندوز ولایت کې د یو شمېر کسانو کورونه سوځولي او کورنۍ یې له سیمې کډه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي، طالبانو دا کار د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د کندوز ولایت په باغ شرکت سیمه کې کړی دی.

سرچینې ویلي، طالبانو د دغه سیمې د خلکو کورونه له حکومت سره د همکارۍ په تور چور کړي، سوځولي او کورنۍ یې له سیمې ګډه کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، کله چې طالبان د باغ شرکت سیمې ته ورغلي، خلکو ته یې د لوډسپیکرو پر مټ ویلي، چې په دوه ساعتونو کې خپل کورونه پرېږدي او له سیمې ووځي.

د سرچینې په وینان د طالبانو له ګواښ سره سم ۴۰۰ کورنۍ اړ شوې، چې خپل کورونه او سیمه پرېږدي د تخار او بدخشان مرکزونو ته کډه شي.

دوی وایي، که څه هم طالبانو دا خبره په کلکه رد کړې، خو په وینا یې طالبانو له دې وړاندې هم په وار وار له ملکي خلک سره له حکومت څخه د همکارۍ په تور بد چلند کړی دی.

د بشري حقونو څار ډلې د آسیا د برخې مسوولې پتریشا ګاسمن وايي، که څه هم طالب مشران دا واک لري، چې د خپلو جنګیالیو د دغه ډول کړنو مخه ونیسي، خو په وینا یې دوی دغه کار ته میلان نه لري.

دغه بنسټ ویلي، پر ملکي وکړو بریدونه، د مالونو چور او د کورنو سوځول د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی او پر ملکي وګړو قصدي بریدونه جنګي جنایت شمېرل کېږي.
 
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com