۰

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان کې د سولې لپاره باید نړیوال فشارونه ډېر شي

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۰
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه وکړه.
د امریکا دفاع وزیر: افغانستان کې د سولې لپاره باید نړیوال فشارونه ډېر شي
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټن په یوه ټویټ کې لیکلي«د خبرواترو له لارې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فشار ته اړتیا لري، که فشار ته دوام ورکړي ټوله نړۍ مرسته کولی شي.»

اشټن دا نه دي ویلي، چې نړیوال څه ډول فشار او پر چا یا کوم هېواد یې راوړي، خو ښايي هدف یې پاکستان وي، ځکه د ډېلي مېل ورځپاڼې په وینا عمومي باور دا دی، چې پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري.

دغه ورځپانې ویلي، که پاکستان له زړه وغواړي طالبان روغې جوړې ته چمتو کولی شي، ځکه اسلام آباد په طالبانو کې ژور نفوذ لري.
 
د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا دغه هېواد کې جګړې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې او له بلې خوا قطر کې د سولې خبرې هم په ټپه درېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي