خلیلزاد:

طالبان د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده

19 سرطان 1400 ساعت 10:09

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، داسې فکر کوي، چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسۍ لپاره جګړه سخته کړې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، داسې فکر کوي، چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسۍ لپاره جګړه سخته کړې ده.

د جمهور آژانس آژانس د خبر له مخې خلیلزاد چې له څه مودې راهیسې یې د افغانستان په اړه څه نه و ویلي، تازه یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان ناورین او جګړه پوځي حل لار نه لري.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې د جګړې د سختېدو تمه یې نه درلوده او په پوځي ډګر کې د طالبانو پرمختګ حیران کړی دی.

دی وايي، فکر کوي طالبان د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده.

خلیلزاد دا هم زیاته کړې، طالبانو ویلي چې د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، او که یې وکړل امریکا به د کړیو ژمنو حساب ورسره کوي او مسوول به یې بولي.

ځینې شنونکي هم دا وايي، چې طالبانو د دوحې په تړون کې امریکا ته په لیکلې بڼه دا ژمنه ورکړې، چې د ولایتونو په مرکزونو به بریدونه نه کوي.

 خو طالبانو دا خبره رد کړې ویلي یې دي، پر ولایتي مرکزونو برید کول یا نه کول له امریکا سره د دوی د تړون برخه نه ده، بلکې په خبره یې دا یوه کورنۍ مسله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com