کابل کې ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

19 سرطان 1400 ساعت 10:25

پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د چنګاښ ۱۹ مه د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته نو تپه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، چاودنه د معملاتو لارښود دفتر کې د خای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم، خو تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او څېړنې روانې دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140621

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140621/

جمهور
  https://www.jomhornews.com