۰

امریکا: قطر دې د افغان سولې په برخه کې همکاري ډېره کړي

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر له لومړي وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
امریکا: قطر دې د افغان سولې په برخه کې همکاري ډېره کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر له لومړي وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه تلېفوني مکالمه کې د سولې په برخه کې د قطر پر رول خبرې کړې او د افغان سولې په برخه کې یې د قطر همکاري اړینه بللې ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له هڅو د مننې تر څنګ له دغه هېواد غوښتي چې د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

په ورته وخت قطري چارواکو هم امریکا ته ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره به خپلې همکارۍ ډېروي او هڅه کوي دلته د روانې جګړې په ختمولو کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي