۰

امریکا او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړې دي

شنبی ۱۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
امریکا او پاکستان پر افغان سوله خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، په دغه تلېفوني مکالمه کې پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړي خو پر افغان سوله هم ورسره غږېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان سوله د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمه ده او دوی هڅه کوي چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د دغه مکالمې نور جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو بلینکن وایي چې دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بلېنکن د قطر له لومړي وزیر او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

په دغه تلېفوني مکالمه کې د سولې په برخه کې د قطر پر رول خبرې کړې او د افغان سولې په برخه کې یې د قطر همکاري اړینه بللې ده.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له هڅو د مننې تر څنګ له دغه هېواد غوښتي چې د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

په ورته وخت قطري چارواکو هم امریکا ته ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره به خپلې همکارۍ ډېروي او هڅه کوي دلته د روانې جګړې په ختمولو کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي