۰

د پښتو ژبې وتلی او مشهور ناول لیکوال نصیر احمد احمدي وفات شو

یکشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۰
د پښتو ژبې مشهور او وتلی ناول او د لنډو کیسو لیکوال نصیر احمد احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۴۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د پښتو ژبې وتلی او مشهور ناول لیکوال نصیر احمد احمدي وفات شو
د پښتو ژبې مشهور او وتلی ناول او د لنډو کیسو لیکوال نصیر احمد احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۴۷ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احمدي له څه مودې راهیسې د کرونا په ناروغۍ اخته او په روغتون کې بستر وو چې پرون شنبې د چنګاښ ۱۹ مه ماښام مهال یې ساه ورکړه.

احمدي د غزني د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې له شلو ډېر د ناولونو، د لنډو کیسو او د مشهورو لیکوالانو د ژوند لیکونو کتابونه یې لیکلي وو.

د مرحوم احمدي په چاپ شویو اثارو کې چې ۱۵ یې ناولونه دي، تر ټولو مشهور یې نیکه او بغداي پیر وو، بغدادي پير یې د پښتونو په ځوان نسل کې ډېر مینوال پیدا کړل او ډېری ځوانان یې له ذهني پلوه رابیدار کړل.

 نصیراحمد احمدي له ٢٠٠٣ کال را په دېخوا د بي بي سي راډيو په ښوونیزه پروژه کې دنده تر سره کوله، په پيل کې يې په نوموړې ادارې کې د رپورټر او له تېرو شپږو کلونو راپه ديخوا د ماشومانو او لويانو له پاره د فيچر خپرونو ايډيټر و.

د نوموړي له مړینې سره سم په کور دننه او بهر ګڼ شمېر لیکوالانو او د هغه د چاپ شوو اثارو مینه والو پر ټولنیزو رسنیو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د احمدي مړینه یې د پښتو ادب لپاره لویه ضایع بللې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د احمدي په مړینه ژوره خواشني ښودلې.

ولسمشر ویلي، نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه ‌يې وليکل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي