۰

خلیلزاد بیا په سوله پسې راوتی، وايي د زور واک نه مني

یکشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو سفر پیل کړی دی.
خلیلزاد بیا په سوله پسې راوتی، وايي د زور واک نه مني
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو سفر پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد پرون شنبې د چنګاښ ۱۹مه د جنوبي او منځنۍ اسیا او همدارنګه د منځني ختیځ په سفر تللی دی.

خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان د حکومت له خوا په هغه نړیوال کنفرانس کې هم ګډون کوي چې پکې به د سیمه ییز پیوستون په اړه خبرې کېږي.

دی به افغانستان، پاکستان او قطر ته هم ولاړ شي او وايي، پخپلو سفرونو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی به په افغانستان کې داسې حکومت ونه مني چې د زور له لارې راشي.

ده زیاته کړې، څنګه چې ولسمشر جوبایډن پخپلو وروستیو خبرو کې په ښکاره و ویل، د خبرو اترو له لارې روغه جوړه یواځینی حل دی، نو طالبان هم باید د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.

نوموړي لیکلي دي «زه دوحې او سیمې ته راستون شوم چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د تعقیب لپاره خپله مصممه دپلوماسي روانه وساتو. هاغسې چې ولسمشر جوبایډن په خپلو کې خبرو واضحه کړه، د مذاکراتو جوړجاړی د حل یوازینۍ لار ده.»

نوموړي ویلي، د افغانستان د ټولو ډلو، سیمه ایزو او نړیوالو ونډه والو سره کډ کار چې د جګړې ختمولو لپاره یوه لار پیدا شي، داسې لار چې د افغانستان امنیت، اتحاد، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړټیا تامین او د افغانانو کړاو ختم کړي.

خلیلزاد داسې مهال یو ځل بیا په افغان سوله پسې راوځي، چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي